پکتیا کې د نرخونو له لوړوالي شکایت

ارشیف

د پکتیا اوسېدونکي په دې ولایت کې په بېساري توګه د نرخونو له لوړوالي شکایت کوي او له مسولو چارواکو غواړي، څو د هغو کسانو په وړاندې قانوني چلند وکړي، چې له ټاکلي نرخ پورته اجناس پلوري.

له هغه وروسته چې په پاکستانیو روپیو راکړه، ورکړه بنده شوه، ورسره سم د یو شمېر توکو بیې هم پورته شوې، خو له څه وخت کنترول وروسته له کله چې د کرونا وبا را ګډه شوې او د روژې میاشت را ورسېده، ورسره سم د توکو نرخونه په بېساري توګه لوړ شوي.

د پکتیا اوسیدونکي وايي، دا حالت له زغم وتلی او ولایتي اداره دې ژر تر ژره د نرخونو د کنترول لپاره لاس په کار شي.

زیارت ګل د پکتیا په مرکز ګردېز ښار کې د لاس ګاډۍ چلوي، دی وایي، له یوې خوا کار نشته او له بلې خوا د توکو نرخونه دومره لوړ شوي، چې ډیر کله کور ته ان تش لاس ستنیږي.

د والي ویاند عبدالله حسرت ازادي راډيو ته وویل: "یوازې پکتیا ولایت نه دی، چې د نرخونو د لوړالي شکایتونه ترې پورته کیږي، بلکې د پکتیکا، خوست او د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم ورته ستونزه رامنځته شوي، چې دغه کار د یو شمېر بېوزله افغانانو ژوند سخت کړی."