چارواکي: طالبانو له امریکا سره له هوکړې وروسته ۲۸۰۰ بریدونه کړي

ارشيف

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، طالبانو له امریکا سره تر هوکړې وروسته په بېلابېلو سیمو کې څه باندې ۲۸۰۰ بریدونه کړي دي.

د دغې شورا ویاند جاوید فیصل نن کابل کې خبریالانو ته وویل، دغو بریدونو کې د دواړو خواو د وسله والو سربېره ملکیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

ښاغلي فیصل وویل، طالبانو همدا پرون هم د دوی د اوربند غوښتنې ته منفي ځواب ورکړی دی.

له ښاغلي فیصله دې کانفرانس کې پوښتنه وشوه چې ولې له جګړې سره سره د طالبانو زندانیان ازادېږي، هغه وویل، دا زندانیان د ولسمشر د فرمان له مخې خلاصېږي او تر اوسه پنځه نیم سوه طالب زندانیان ازاد شوي دي.

ملي امنیت شورا وایي، په روان تاوتریخوالي کې پر افغان ځواکونو سربېره طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې او یوازې تېره اونۍ کې دوی ۳۰۹ طالبان وژلي او ۲۱۰ یې ټپیان شوي دي.

ځایي چارواکي وایي چې په غور ولایت کې دوو جلا پېښو کې ۲۱ طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

د ۲۰۷ ظفر قل اردو د مطبوعاتو مسئول سید اغا نن ازادي راډیو ته وویل، مخالفانو ته دغه مرګ ژوبله په شهرک او فېروز کوه ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په هوایي او ځمکنیو عملیاتو کې اوښتې.

ده ویلي، عملیاتو کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او په خبره یې طالبانو له دې سیمو پښې سپکې کړې دي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.