خلیلزاد د سولې په اړه د ناټو له وروستۍ اعلامیې هرکلی وکړ

زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ناټو له هغې اعلامیې هرکلی کړی چې افغانستان کې یې د سولې لپاره د اړینو ګامونو غږ کړی دی.

د ناټو په خبرپاڼه کې چې پرون خپره شوې راغلي، افغانستان کې طالبان د تاوتریخوالي د دوام عاملین دي او باید دغه هېواد کې د ثبات لپاره چټک ګامونه پورته شي.

ښاغلي خلیلزاد پرون ناوخته پر خپلې ټویټر پاڼه ولیکل، د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه افغانستان ته یو تاریخي فرصت برابروي او د ده په ټکو په حقیقت کې نړیواله ټولنه له افغان مشرانو غواړي چې خپلو خلکو ته لومړیتوب ورکړي.

که څه هم ښاغلي خلیلزاد په زغرده نه دي ویلي چې افغان مشران باید څه وکړي، خو څه چې ښکاره دي، هغه دادی چې افغان مشرانو د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې په ځینو مادو انتقاد کړی دی.

په هوکړه کې له بین الافغاني خبرو مخکې د پنځو زرو طالب زندانیانو د ازادېدو خبره شوې وه، خو افغان حکومت وایي، ۱۵ سوه زندانیان پریږدي او نور بیا له طالبانو سره د خبرو پر مهال ازادوي.

دا هغه جنجال دی چې بین الافغاني خبرې یې ځنډولي، په ظاهره یې د جګړې لیکې تودې کړي او د طالبانو او امریکا د هوکړې ژمنه یې هم تر سیوري لاندې راوستلې.

زلمي خلیلزاد ویلي، د افغانستان پرمختګ او یا هم په جګړې، بې وزلي او ناروغي کې ایسار پاته کېدل، په دې پورې اړه لري چې اړوندې خواوې په څه بیړې او کوم نیت دغو اقداماتو ته ځواب وایي.