هلمند کې له بزګرانو ۱۵۰ زره مټریک ټنه غم پېرل کېږي

یاد غنم به له اخیستلو وروسته د هلمند، کابل او کندهار ولایتونو په زېرمو کې په زېرمو وساتل شي.

د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي، د کرنې وزارت سږ کال له بزګرانو ۱۵۰ زره مټریک ټنه غنم پېري.

د دغه ریاست د پلان او پروګرامونو مسوول سیدرفیع الله قلم نن ازادي راډیو ته وویل، دا لومړی ځل دی چې له کروندګرو په دې اندازه غنم اخيستل کېږي.

نوموړي وویل، د غنمو د اخیستلو پېر دغه لړۍ د بزګرانو د اقتصاد لوړولو په هدف ترسره کېږي.

هغه زیاته کړه: ”دغه غنم مستقیماً له بزګرانو اخیستل کېږي، چې د بزګرانو په اقتصاد کې مثبت اغیز لري، بزګران هم خوشاله دي، چې د حاصلاتو لپاره دغه ډول مارکېټ ورته پیدا کېږي.“

ښاغلی قلم وایي، دا چې دا غنم په کوم قیمت وپېرل شي په دې اړه ورسته پرېکړه کېږي.

یاد غنم به له اخیستلو وروسته د هلمند، کابل او کندهار ولایتونو په زېرمو کې په زېرمو وساتل شي.