پکتیا کې پاکستان سره د لارې بندېدو د خوراکي توکو بیې لوړې کړي

ارشیف

د پکتیا ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وایي، له پاکستان سره د ډنډ پټان سوداګریزې لارې په بندېدو سره د خوراکي توکو او سبزیو بیې په بې ساري ډول لوړې شوې دي.

د دغې خونې مشر نصیر عالمیار نن ازادي راډیو ته وویل، دغه لار ٢٥ ورځې وړاندې د پاکستان له لوري د کرونا ویروس د مخنیوي په هدف وتړل شوه.

هغه زیاتوي: "دې د پکتیا په مارکېټ او مستهلکینو منفي اغېز کړی، تر هغه ځایه چې د یو من کچالو بیه نږدې ۳۳۰ افغانیو ته رسېدلې ده، پخوا زمونږ ډېری توکي د ډنډ پټان له لارې راتلل."

نوموړي وویل، اوس مهال ٢٠ تر٢٥ لارۍ درول شوي او هره ورځ ۵۰۰۰ افغانۍ ورکوي.

ښاغلی عالمیار وایي، حکومت باید دغې لارې د پرانیستلو په هدف له پاکستان چارواکو سره خبرې وکړې.