د نړۍ یو شمېر مشرانو د روغتیا سازمان غونډه کې ګډون وکړ

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش د جمعې ورځې انټرنټي غونډه کې د خبرو پر مهال.

د نړۍ مشرانو د کرونا ویروس د معایناتو، درملنې او واکسینونو په برخه کې د کار چټکولو په اړه د روغتیا نړیوال سازمان په غونډه کې ګډون وکړ.

دا کنفرانس د جمعې په ورځ «۲۰۲۰ کال د اپرېل ۲۴» جوړ شو.

امریکا، چین، هندوستان او روسيې په دې غونډه کې ګډون ونه‌کړ.

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون، د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل او د جنوبي افریقا ولسمشر سیریل رامافوسا له هغو مشرانو وو چې د روغتیا نړیوال سازمان په وېډيويي کنفرانس کې يې ګډون وکړ.

د دې کنفرانس هدف دا ښودل شوی چې د ټولې نړۍ بډایه او بې‌وزله هیوادونه باید د کرونا ویروس پر وړاندې خوندي او اغېزناکو درملو، معایناتو او واکسینو ته برابر لاسرسی ولري.

په ټوله نړۍ کې ۲،۷ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي او شااوخوا یو ۱۹۱ زره له دې ناروغۍ مړه شوي دي.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې د دې ویروس پر ضد تر سلو زیات احتمالي واکسین د جوړېدو او شپږ یې د تجربې په حال کې دي.