ثبات او هم‌پالنې ډله: د سیاسي لانجې حل طرحه نن بشپړوو

ارشیف، د عبدالله عبدالله په مشرۍ د 'ثبات او هم‌پالنې' انتخاباتي ټيم

د افغانستان د ولسمشريزو انتخاباتو د کاندید عبدالله عبدالله په مشرۍ د 'ثبات او هم‌پالنې' انتخاباتي ټيم وايي، له ارګ سره د سیاسي لانجو د حل په هدف خپله طرحه نن د شنبې په ورځ بشپړه کوي.

د دې ټیم یوه غړي رجب علي دانش پرون ازادي راډيو ته وویل، د سولې، ناامنۍ، اقتصادي وضعیت او کرونا ویروس اړوندو اندېښنو د رفع کولو په خاطر پرېکړه شوې چې دواړه ټيمونه همکاري وکړي.

ټاکل شوې ده غونډه د شنبې په ورځ پیل شي او یوې نتيجې ته ورسېږو.

تر دې مخکې د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال د پنجشنبې په ورځ رسنیو ته په یوه وېډيويي پيغام کې وویل چې د حکومت مشرتابه هڅه کوي چې سیاسي لانجې د خبرو له لارې حل شي.

په افغانستان کې سیاسي لانجې وروسته له هغه زیاتې شوې چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وویل، محمد اشرف غني ولسمشريز انتخابات ګټلي او د ده انتخاباتي سیال عبدالله عبدالله وویل دا نتایج نه‌مني او خپل ځان‌يې ولسمشر اعلان کړ.