اسلامي همکارۍ سازمان: د تاوتریخوالي کمولو لپاره دې ګډ کار وشي

ارشیف

د اسلامي همکارۍ سازمان د افغانستان له ټولو لورو او مشرانو یو ځل بیا غوښتي چې د روژې میاشتې پر مهال دې د تلپاتې سولې او تاوتریخوالي د کمولو په خاطر په ګډه کار وکړي.

دې سازمان د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې افغانستان د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله له ستونزمن وضعیت سره مخامخ دی.

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې ټول افغان مشران او لوري باید یو موټي شي او د کرونا ویروس پر ضد دې په ګډه مبارزه وکړي.

اعلامیه زیاتوي چې د افغانستان د یوه سوله‌ییز حل لپاره بین‌الافغاني خبرې مهمې دي. په دې خبرپاڼه کې راغلي چې ټول لوري باید د رغندو مذاکراتو له لارې خپل‌منځي اختلافات له‌منځه یوسي او د افغانانو په مشرتابه دې پخلاینې او سولې ته لاره پرانیزي.