د ضد عفوني موادو د څښلو په اړه د نړۍ روغتیايي چارواکو خبرداری

ارشیف، د ضد عفوني موادو د جوړولو یو شرکت

د نړۍ روغتیايي چارواکو او شرکتونو خلکو ته د ضد عفوني موادو د څښلو پر وړاندې خبرداری ورکړی.

دا وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د انسان په بدن کې دننه، د ضد عفوني موادو د اغېز په اړه څرګندونې وکړې.

د ضد عفوني موادو جوړوونکي مخکښ شرکت رکيټ بینکیزر (Reckitt Benckiser) د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افواهاتو او وروستیو اټکلونو په اړه مسئولیت لري چې ووايي، ضد عفوني مواد د ویروس د درملنې په توګه نه‌شي کارېدای.

اعلامیه زیاتوي: "د نړۍ د روغتیايي او نظافت اړوند توکي جوړوونکي مخکښ شرکت په توګه موږ باید روښانه کړو چې په هېڅ صورت کې باید زموږ له ضد عفوني موادو څخه د انسان د بدن دننه استفاده ونه‌شي."

عفوني ضد مواد

د جمعې په ورځ «۲۰۲۰ کال د اپرېل ۲۴» ټرمپ وویل ده د انسان د بدن دننه له ضد عفوني موادو څخه د استفادې خبره په طنزیه توګه کړې وه.

که وڅښل شي، ضد عفوني مواد ډېری وختونه زهرجن وي او په روښانه توګه ورباندې خبرداری لیکل شوی وي چې خلک باید دا کیمیاوي مواد ونه‌خوري.

دا مسئله د کرونا ویروس په اړه د سپینې ماڼۍ د کاري قوې په غونډه کې راپورته شوه، کله چې یوه حکومتي چارواکي یوه څېړنه یاده کړه چې وايي بلیچ د انسان د تنفس په مایعاتو کې کرونا ویروس په چټکۍ سره وژني. یاد چارواکي زیاته کړه چې د لمر په وړانګو او ګرمي کې ویروس نور هم ضعیفه کېږي.

له دې سره ټرمپ وویل چې په دې برخه کې نور تحقیق ته اړتیا ده، خو دا ډېر جالب معلومات دي.

ده وویل: "ضد عفوني ویروس په یوه دقیقه کې له‌منځه وړي. ایا داسې څه کېدای شي چې د انسان بدن ته ضد عفوني پېچکاري شي؟"

کله چې د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي ټرمپ ته وویل چې څېړونکي د دغه احتمال په اړه تحقیق نه‌کوي، ټرمپ وویل، "ښايي نتیجه ورکړي او یا نه".

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د یوه خبري کنفرانس پر مهال.

خو د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې ټرمپ خبریالانو ته وویل: "ما د طنز په توګه دا پوښتنه وکړه."

د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتو رئیسې کیلي میکیناني په یوه بیان کې وویل، ولسمشر په تکراري توګه ویلي چې امریکایان باید د کرونا ویروس د درمنلې په اړه له ډاکترانو سره مشوره وکړي.

د نړۍ په کچه روغتیايي چارواکي هڅه کوي چې د کرونا ویروس درمل جوړ کړي. په ټوله نړۍ کې ۲،۷ میلیونه انسانان په دې ویروس اخته شوي او تر ۱۹۱ زره پورې په دې ویروس اخته کسان مړه شوي دي.

په امریکا کې د دې ویروس اته لکه او ۷۰ زره مثبتې پېښې ثبت شوي او شااوخوا ۵۰ زره کسان مړه شوي دي.