د افغانستان پر موضوعاتو د یو شمېر نړیوالو ورځپاڼو لیکنې

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

  • مېل انلاین (Mail Online)

د بریتانیا انلاین خپرونې مېل انلاین د طالبانو له‌خوا د روژې پر مهال د ولسمشر غني د اوربند د پېشنهاد پر ردولو لیکنه خپره کړې ده.

د لیکنې په پیل کې راغلي، په داسې حال کې چې طالبانو پر دولتي ځواکونو خپلې حملې زیاتې کړي، د حکومت د اوربند دغه پېشنهاد یې نامعقول بللی دی.

ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت چې جمعه پیل شوه، له دې افراطي ډلې غوښتنه وکړه، څو خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي.

مېل انلاین خپرونې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ټویټ ته اشاره کړې چې د پنجشنبې ناوخته‌یې په‌کې ویلي: "د کرونا له امله زرګونه بندیان په خطر کې اچولو او د توافق‌نامې د بشپړ تطبیق او د سولې پروسې د مخنیوي باوجود اوربند غوښتل معقول نه‌دی."

امریکا او طالبانو په خپلو کې د فبرورۍ پر ۲۹مه په قطر کې موافقه لاسلیک کړه چې له مخې یې باید د بین‌الافغاني مذاکرو تر پیل مخکې بندیان تبادله شي، هغه چاره چې تر اوسه بشپړه شوې نه‌ده، نه هم بین‌الافغاني خبرې پیل شوې دي.

دا وروستی جنجال په داسې حال کې پیدا کېږي چې تېره اوونۍ د وسله‌والو طالبانو په تازه حملو کې په لسګونه سرتېري ووژل شول.

د خپرونې په لیکنه دا تازه حملې تر ډېره په لیرې پرتو سیمو او کوچنیو ښارګوټو کې شوي دي.

د امریکا او طالبانو د موافقې له مخې طالبانو په لویو ښارونو کې د حملو د نه‌کولو ژمنه کړې ده.

د مېل انلاین په لیکنه، ولسمشر غني له کلونو راهیسې له طالبانو پر اوربند د سلا کېدو غوښتنه کوي، خو دې ډلې تل دا وړاندیز رد کړی دی.

  • اشین لایت انټرنشنل (Asian Lite International)

د بریتانیا بلې خپرونې اشین لایت انټرنشنل ته هم دا موضوع مهمه ښکاره شوې او په پرونۍ ګڼه کې په دې اړه د ولسمشر غني له قوله لیکي چې د اوربند د پېشنهاد پر مهال‌یې ویلي: "له طالبانو د افغانانو او حکومت غوښتنه دا ده څو په دې حساس وضعیت کې چې په ټول هېواد کې کرونا ویروس خپور شوی، د روژې مبارکې میاشتې درناوی وکړي او د اوربند غږ ته لبیک ووايي."

د سولې پروسې په وړاندې یو خنډ د بندیانو ټکنۍ شوې تبادله بلل کېږي چې په پام کې ده حکومت ۵۰۰۰ طالب بندیان او طالبان د حکومت ۱۰۰۰ تنه بندیان خوشې کړي.

اشین لایټ انټرنشنل زیاتوي، حکومت د ۱۵۰۰ طالب بندیانو له خوشې کولو سره په مشروط ډول موافقه کړې ده.

د افغانستان ملي امنیت شورا پرون اعلان وکړ چې د خوشې شویو طالب بندیانو شمېر ۵۵۰ ته رسېږي او په بدل کې طالبانو ۶۰ تنه بندیان خوشې کړې دي.

خپرونې د ملي امنیت سلاکار حمد اله محب خبرو ته اشاره کړې چې ویلي یې دي، په هغو ۱۵ بندیانو کې چې طالبان‌یې مشخصاً خوشې کېدل غواړي، ۵ تنه‌یې په کابل کې په لویو حملو کې دخیل کسان دي.