د ضد عفوني موادو په اړه د روغتیايي کارپوهانو او څېړونکو خبرداری

ارشیف، ضد عفوني مواد

روغتیايي کارپوهانو او څېړونکو پر خلکو غږ کړی چې له 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د رغېدو لپاره دې د ضد عفوني موادو له پېچکاري یا خوراک جداً ډډه وکړي.

دا خبرداری تر هغه وروسته خپور شو چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر وویل دا په زړه پورې وګڼله چې څېړونکي پر دې غور کوي چې د ناروغ انسان وجود ته د ضد عفوني موادو پېچکاري کول ښايي د ناروغۍ په له‌منځه تللو کې مرسته وکړي.

په سپینه ماڼۍ کې په دې اړه په یوه غونډه کې دا نظر هم وړاندې شو چې د هوا له ګرمېدو سره ښايي دا ویروس مړ شي.

خو په امریکا کې د لاسول په نوم د ضد عفوني موادو د تولید شرکت (ریکېت بین کیسر) نن د اپرېل په ۲۴مه، په یوه بیان کې ویلي چې د ځان مسؤلیت ګڼي چې د ناسمو باورونو او اټکلونو د رامنځته کېدو مخنیوی وکړي او ردوي چې هغه مواد چې دوی یې تولیدوي د کرونا ویروس د مخنیوي یا درملنې لپاره اغېزمن دي.

دې شرکت ویلي چې په هېڅ ډول شرایطو کې باید هغه مواد چې دوي یې تولیدوي د انسان وجود ته ورداخل نه‌شي.

همدا شرکت په بریتانیا کې د دیتول په نوم ضد عفوني مواد جوړوي. دا مواد که چېرې انسان وخوري په زهرو بدلېږي.