نړۍ کې کرونا ويروس نږدې ۱۹۰ زره کسان وژلي

د کرونا ویروس له امله د مړ شوي کس تابوت

په نړۍ کې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله نږدې ۱۹۰ زره وګړي مړه شوي دي.

په دې کې نږدې یو لک په اروپا کې دي، خو اصلي شمېر ښايي تر دې لا زیات لوړ وي.

د ودې په حال کې هېوادونو کې د کرونا ویروس خپرېدو اندېښنې لا زیاتې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اروپا د مرکزي بانک مشر خبرداری ورکړی چې سږ کال په اروپايي اتحادیه کې ۱۵ فیصده اقتصادي رکود پېښېدلائ شي.

په اروپايي ټولنه کې یو شمېر هېوادونو لکه د چک جمهوریت او جرمني چې د کرونا ویروس مثبتې پېښې په‌کې په ځوړ دي او د مړو شمېر هم د کمېدوپه حال کې دی، په تدریجي ډول د بندیزونو د کمولو پرېکړه کړې ده.