'د قیصار لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال او ۱۴ نور ووژل شول'

ارشیف، د فاریاب قیصار ولسوالۍ

د فاریاب ولایت امنیتي چارواکي وايي افغان پوځیانو نن سهار د قیصار ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال او ۱۴ نور وسله‌وال طالبان وژلي دي.

دا خبره د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش رسنیو ته په یوه غږیز پیغام کې وکړه.

هغه وویل افغان پوځیانو د قیصار ولسوالۍ د تصفیې لپاره عملیات کړي چې هوايي ځواکونو هم ورسره همکاري درلوده.

د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند ښاغلي یورش تأیید کړه چې په نښتو کې یو افغان سرتېری هم وژل شوی او درې تنه نور یې ژوبل دي.

که څه هم د فاریاب امنیه قوماندانۍ په دې نښتو کې ملکیانو ته د زیان اوښتلو خبره ونه‌کړه، خو د فاریاب د ولایتي شورا غړي محمد نادر سعیدي ازادي راډیو ته په قیصار کې د نننیو نښتو له امله د ټپي ماشومانو عکسونه استولي او ویلي یې دي چې څلور ماشومان، دوه مېرمنې او یو سپین ږیری کس ټپيان شوي دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.