افغانستان کې په کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۱۲۲۶ ته ورسېد

افغانستان کې د مړو شمېر ۴۰ ته پورته شوی

په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر ۱۲۲۶ ته ورسېد.

دا خبره د عامې روغتیا وزیر فېروز الدين فېروز نن په یوه خبري کنفرانس وکړه.

هغه وویل له دې ډلې ۱۷۷ کسان بېرته روغ شوي، خو د مړو شویو کسانو شمېر ۴۰ ته پورته شوی دی.

د عامې روغتیا وزیر همدارز په دغه کنفرانس کې د چین د تازه طبي مرستو یادونه هم وکړه چې نن افغان چارواکو ته وسپارل شوې. ښاغلي فېروز وويل: "د چین له حکومت او خلکو مننه کوم چې دا دی نن‌یې د مرستو دوهمه محموله راورسېده. مرسته شوي مواد د کرونا ویروس د مبارزې لپاره ضروري دي. په دغو مرستو کې چې اندازه‌یې ۷،۲ ټنو ته رسېږي محافظتي وسایل، ماسکونه او تشخیصیه بستې شاملې دي."

دا مرستې داسې وخت ورکړل شوې چې په ځینو ولایتونو لکه بلخ، هرات او کندهار کې د کرونا ویروس د تشخیصیه بستو د خلاصېدو راپورونه ورکړل شوي وو. د افغانستان حکومت د کرونا ویروس سره د مبارزې په هدف ښارونه قرنطین کړي او وايي چې ګرځ‌بندیز هم په جدي توګه عملي کوي.