ټرمپ او د قطر امیر: طالبان دې افغانستان کې تاوتريخوالی کم کړي

طالبان

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د قطر امیر شېخ تمیم بن حمد آل ثاني ویلي چې طالبان دې په افغانستان کې تاوتریخوالی کم کړي.

دوی پرون په ټیلیفوني خبرو کې دا موضوع یاده کړې ده.

په دې اړه د سپینې ماڼۍ په خبري بیان کې راغلي چې ولسمشر ټرمپ او شېخ تمیم په افغانستان کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي د کمولو د اهمیت په اړه د نظر توافق ښکاره کړ.

د بیان له مخې دواړو مشرانو په افغانستان کې د بندیانو د خوشې کېدو په اړه د خبرو اترو د دوام پر اهمیت موافقه وکړه.

امریکا له طالبانو سره د فبرورۍ په ۲۹مه د قطر پلازمېنه دوحه کې تړون لاسلیک کړی چې له مخې یې طالبان د بهرنیو ځواکونو د وتلو په بدل کې تاوتریخوالی کموي څو بالاخره بین‌الافغاني خبرو ته زمینه برابره شي.

له طالبانو سره هم ژمنه شوې چې که په خپلو وعدو ودرېږي تر پنځه زره بندیان به‌یې د افغانستان له زندانونو خوشې کېږي او هغوی دې هم په بدل کې زر افغان حکومتي بندیان خوشې کړي.

په طالبانو باندې داسې وخت د امریکا ولسمشر او د قطر امیر د تاوتریخوالي د کمولو غږ کړی چې افغان امنیتي ارګانونه وايي دې ډلې په ټولو ولایتونو کې خپل بریدونه جاري ساتلي دي.