'پاکستان حکومت دې د جوماتونو پر بیا پرانیستلو غور وکړي'

پاکستان

د پاکستان ډاکترانو له حکومت او دغلته په اغېزناکو مذهبي مشرانو غږ کړی چې د کرونا ویروس د خپرېدو په هدف دې په روژه کې د جوماتونو د پرانيستو پر پرېکړه له سره غور وکړي.

د پاکستان حکومت د دیني علماوو له فشار وروسته تېره اوونۍ جوماتونو ته د خلکو په ورتګ بندیز ليرې کړ او د جمعې لمونځونو اجازه‌یې ورکړه.

د پاکستان د ډاکترانو ټولنې پرون په یوه لیک کې صدراعظم عمران خان او مذهبي مشرانو ته لیکلي، د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوی باید وشي.

دې لیک کې راغلي، پاکستان کمزوري روغتیایي امکانات لري، نو باید د کرونا د مخنیوي لپاره د خلکو له راټولېدو مخنیوی وشي.

پاکستان چې څه باندې ۲۲۰ میلیونه وګړي لري، تر اوسه د کرونا ویروس څه باندې ۱۰ زره پېښې په‌کې ثبت شوې دي.