امریکا کرونا ویروس سره مبارزې لپاره افغانستان ته ۱۸ میلیونه ډالر ځانګړي کړي

د امریکا بیرق

د امریکا متحده ایالاتو د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې لپاره افغانستان ته ۱۸ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.

دا پيسې به افغانستان ته د بېرته ستنو شویو کډوالو او د جګړې له کبله په کورنیو بې‌ځایه شویو وګړو کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو د پېژندنې او معاینې لپاره ولګول شي.

همداراز، له دې پيسو به د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د کلینیکونو او لابراتوارونو د ښه فعالیت، د ویروس د خپرېدو د مخنیوي او له حکومت سره په تخنیکي چارو کې د مرستې لپاره کار واخیستل شي.

ډیپلومات ورځپاڼې لیکلي، امریکا له افغانستان سره دا مرستې په داسې وخت کې کوي چې دا هېواد له حساسه تاریخي پړاوه تېرېږي ځکه د امریکا پوځي حضور د پای ته رسېدو په حال کې دی او د امریکايي پوځيانو وتل قطعي خبره ده.

ډیپلومات لیکلي چې په داسې حساس وخت کې، ډېر افغان کډوال له ایرانه چې د کرونا ویروس سخت ځپلی دی، افغانستان ته ستنېږي. له ایرانه د کډوالو ستنېدو په افغانستان کې د کرونا ویروس له کبله اندېښنې لازیاتې کړې دي.

افغانستان د کرونا ویروس له کبله تر شدید فشار لاندې دی او د کلونو جګړې په دې هېواد کې د روغتیا سکټور په بې‌ساري ډول کمزوری کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې چین د دې سیمې په ثبات کې خپل رول مهم ګڼي.

د پیکېنګ له نظره، په افغانستان کې بې‌ثباتي د اسلام‌پالو افراطي ډلو لپاره د فعالیت د پراخولو زمینه برابروي. د چین له نظره، دا په شېن جېن کې چې اکثر خلک‌یې مسلمانان دي، امنیت ته باالقوه ګواښ دی.