د ایران له‌خوا د پوځي سټلایټ د توغولو په اړه د امریکا غبرګون

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

د ایران له‌خوا د ځمکې مدار ته د پوځي سټلایټ د توغولو وروسته د امریکا متحده ایالاتو په غبرګون کې ویلي چې تهران به د خپلو کړنو حساب ورکوونکی وي.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د اپرېل پر ۲۲مه پنتاګون ته د وینا پر مهال وویل: "موږ دا یو داسې سند ګڼو چې ښیي د ایران کړنې سیمې ته ګواښ پېښوي."

د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې مرستیال جان هایتین ویلي دغه سټلایټ ډېر اوږد مزل کړی، خو زیاتوي چې لا هم وختي دی چې ووایو ایران دغه سټلایت په بریالیتوب سره د ځمکې په مدار کې ځای پر ځای کړی دی.

بله‌خوا د اسرائیل د بهرنیو چارو وزارت د ایران دا اقدام د دې هېواد له‌خوا د پرمختللې توغندویي ټکنالوژۍ د پرله‌پسې پراختیا یوه کړنه ګڼي، خو د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند کریستوفر برګر خبرداری ورکړی چې د ایران توغندویي پروګرام د سیمې پر بې‌ثباتۍ اغېز کوي.

د ایران دولتي ټلوېزیون د چهارشنبې په ورځ د اپرېل ۲۲مه یو راپور خپور کړ چې په‌کې راغلي دغه هېواد په بریالیتوب سره دغه سټلایټ د ځمکې مدار ته توغولی دی.

د چارو څېړونکي وایي دا اقدام داسې اندېښنې راپورته کړي چې ګواکې د ایران دا ټکنالوژي به له دې هېواد سره مرسته وکړي چې نور وچې ویشتونکي بالیستیک توغندي جوړ کړي.