د افغان سولې په اړه د ډونالد ټرمپ او عمران خان ترمنځ خبرې شوي

ارشیف، ډونالد ټرمپ و عمران خان

د امریکا او پاکستان مشرانو د افغانستان پر سولې ټیلیفوني خبرې کړې دي.

سپینې ماڼۍ او د پاکستان د صدراعظم دفتر دواړو د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ او د پاکستان د صدراعظم عمران خان د خبرو پخلی کړی دی.

روېټرز خبري اژانس لیکي د خان دفتر د چهارشنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې ویلي چې دواړو مشرانو د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا پر هڅو بحث کړی دی.

اعلامیه زیاتوي عمران خان یو ځل بیا ټینګار کړی چې پاکستان د افغانستان د سولې بهیر ته د زمینې په برابرولو کې مرسته کوي او د هغو راتلونکو اقداماتو پر اهمیت‌یې ټینګار کړی چې د بین‌الافغاني خبرو د ژر پیلېدو لامل کېږي.

خو په دې اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي، د بندیانو د خوشې کېدو پر سر د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اختلافات، د ولسمشر اشرف غني او د هغه د سیاسي مخالفینو ترمنځ سیاسي کړکېچ او په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو د بریدونو ډېروالی د بین‌الافغاني خبرو پر وړاندې عمده خنډونه بلل کېږي.

امریکایي چارواکي وایي پاکستان په خپله خاوره کې طالبانو ته د پناه ورکولو او نور ملاتړ له کبله پر دغې ډلې د پام وړ نفوذ لري، خو طالبان دا ادعا نه‌مني.