اروپايي ټولنې د افغان ماشومانو سره ۲.۷ میلیونه ایرو مرسته وکړه

دغه مالي مرسته به د افغان ماشومانو پر زده کړو او په لیرې پرتو سیمو کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو پر لاسنیوي ولګول شي.

اروپايي ټولنې د افغان ماشومانو د لاسنیوي لپاره دوه میلیونه او اووه لکه یورو د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویې ادارې یا یونېسف ته ورکړي.

دغه مالي مرسته به د افغان ماشومانو پر زده کړو او په لیرې پرتو سیمو کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو پر لاسنیوي ولګول شي.

په کابل کې یونېسف ادارې نن د اروپايي ټولنې د دې مالي مرستې خبر ورکړی دی.

یونېسف د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د بشري مرستو د مسئول لویجي پاندولفي په حواله لیکلي چې ویې ویلي: "په افغانستان کې د مارچ پر څوارلسمه د ښوونځیو په تړل کېدو سره ۹ میلیونه او ۵ لکه ماشومان په دولتي ښوونځیو کې او پنځه لکه نور ماشومان سیمه ییزې زده کړې په ښوونځیو کې په عادي ډول خپلې زده کړې مخ ته نه شي وړلی."

یونیسف ویلي د ۲۰۱۹ میلادي کال په پرتله په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۱۱فیصده زیات شوی دی.