ایران د ځمکې مدار ته یو نظامي سټلایټ توغولی

سم د لاسه د دغه سټلایټ د توغولو خبر په خپلواک ډول نه دی تایید شوی.

ایران وايي ترڅو میاشتنیو ناکامو هڅو وروسته یې د ځمکې مدار ته یو نظامي سټلایت وتوغاوه.

دولتي ټلویزیون او تسنیم خبري اژانس چې د ایران په سپاه پاسداران انقلاب پوری تړلی ګڼل کېږي، نن په خپلو راپورونو کې دا یوه بریا بللې ده.

سم د لاسه د دغه سټلایټ د توغولو خبر په خپلواک ډول نه دی تایید شوی.

شنونکو په دې اړه اندېښنې ښوولي چې دغه کارول شوې ټکنالوژي ښايي له ایران سره د قاره ویشتونکو بالیستیک میزاییلو په جوړولو کې مرسته وکړي.

سپاه پاسداران انقلاب په خپل رسمي ویبسایټ کې ویلي دغه سټلایټ د ځمکې له سطحې ۴۲۵ کیلومتره لوړ مدار ته رسېدلی دی.

ایران په وروستیو کې د سټلایټ د توغولو څو ناکامې هڅې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو مخکې ویلي وو، د توغندیو دغه ډول توغول به د ایران د بالیستیک میزاییلو پروګرام پرمختللی کړي.