سولې ولسي حرکت: د ټاکنیزو لانجو له کبله د سولې هڅې ټکنۍ شوي

د سولې ولسي حرکت

د سولې ولسي حرکت وايي ټاکنیزو لانجو د سولې هڅې ټکنۍ کړې دي.

دغه حرکت له ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله غوښتنه وکړه چې خپل سیاسي اختلافات د خبرو له لارې حل کړي.

د سولې ولسي حرکت مشر اقبال خېبر نن چهارشنبه په یوه وېډیويي پیغام کې وویل: "دا چې د سولې ولسي حرکت یوازې د سولې پر مسایلو کار کوي او روان وضعیت یوازې د سولې مخه نیولې او سولې ته‌یې جنجال جوړ کړی دی، نو پر ډاکتر اشرف غني او ډاکتر عبدالله عبدالله جدي غږ کوي چې خپل مسایل حل کړي او ټول پام د سولې په ارتباط منسجم کړي."

د ټاکنو خپلواک کمېسیون محمد اشرف غني د څه باندې ۵۰ فیصده رأیو په ګټلو سره د ولسمشرۍ د تېرو ټاکنو ګټونکی اعلان کړ.

خو پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله چې د ټاکنو نتیجه‌یې نه‌ده منلې، ځان‌یې د ټول‌شموله حکومت ولسمشر اعلان کړی دی.

د سولې ولسي حرکت وايي که روان جنجالونه ختم نه‌شي دوی به د ارګ او سپېدار ماڼۍ مخې ته پرلت یا د تحصن خیمه ووهي.