ایران کې د یوه تنکي ځوان اعدام 'ټکان ورکونکی' وبلل شو

شایان سعید پور

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو کارپوهان وايي، له دې چې ایران یو بل تنکی ځوان د نړیوالو قوانینو خلاف اعدام کړی "ټکان ورکونکی" دی.

د ملګرو ملتونو ځانګړو راپورترانو جاوید رحمان او اګنس کالامارد په یوه بیانیه کې ویلي: "شایان سعید پور په اولس کلنۍ کې د چړو په ضربو د یوه بل کس په وژل محکوم شوی و."

دغو راپورترانو ویلي ایراني چارواکو شایان سې شنبه د اپرېل په ۲۱ په دار ځړولی دی.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو اندېښنه ښودلې چې ممکن ایران ژر په زندانونو کې د شورماشور په ځواب کې ګڼ بندیان اعدام کړي چې ښايي پکې یو کم عمره محکوم هم شامل وي.

اټکل کېږي چې په ایران کې لږ تر لږه نوي تنه کم عمره خلک په اعدام محکوم شوي.