د بې پولې خبریالانو نړیواله اداره: د بیان ازادي له ګواښ سره مخامخ ده

د بې پولې خبریالانو د نړیوالې ادارې په کلني رپوټ کې په ۱۸۰ هېوادونو کې د بیان د ازادۍ او د رسنیو د فعالیت په اړه څېړنه شوې ده.

د بې پولې خبریالانو نړیوالې ادارې ویلي چې په نړۍ کې د کرونا ویروس خپرېدو د بیان ازادي له ګواښ سره مخامخ کړې ده.

دې ادارې د اپرېل په ۲۱مه، درسنیو د ازادۍ په اړه خپل کلني راپور خپور کړ.

دا اداره له ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې، هر کال په نړۍ کې د بیان او رسنیو د ازادۍ د وضعیت په اړه راپور خپروي.

د بې پولې خبریالانو اداره چې مرکز یې په پاریس کې دی، هر کال څېړونکو ته د پوښتنو یو لېست ور استوي او د خپل کلني راپور لپاره په نړۍ کې د رسنیو د فعالیت خپلواکي، سانسور، د قوانینو نافذېدل او پلې کېدل او په دې ډول د معلوماتو په خپرولو کې د نړیوالو شفافیت څېړي.

د بې پولې خبریالانو د نړیوالې ادارې په راپور کې ویل شوی چې د کرونا ویروس د وبا له کبله هغه ستونزې چې په ټوله نړۍ کې د بیان ازادي ته پېښې وې، لا زیاتې کړې او د چین او ایران په څېر مستبد رژیمونه د دې وبا په اړه د معلوماتو دپټولو هڅې کوي.

په راپور کې ویل شوی چې ځیني رژیمونه له دې ګټه اخلي چې په ټوله نړۍ کې خلک د راغلې وبا له کبله د بې وسۍ او حیرت په حال کې دي.

د راپور په حواله په نړۍ کې د راغلې وبا له کبله د بیان د ازادۍ د ودې لپاره هغه اقدامات چې په عادي حالاتوکې یې کنټرول ممکن نه وو، کمزورې شوي دي.

د بې پولې خبریالانو د نړیوالې ادارې په کلني رپوټ کې په ۱۸۰ هېوادونو کې د بیان د ازادۍ او د رسنیو د فعالیت په اړه څېړنه شوې ده.

چین او ایران هم د لېست په پای کې د هغو هېوادونو په ګڼه کې ګڼل شوي چې د کرونا ویروس په اړه معلومات په شدت سانسوروي.

چین او ایران هم د لېست په پای کې د هغو هېوادونو په ګڼه کې ګڼل شوي چې د کرونا ویروس په اړه معلومات په شدت سانسوروي.

سږ څلورم کال دی چې د ناروې نوم د لېست په سر کې راغلي او ورپسې فنلند د نړۍ هغه هېواد دی چې د بیان ازادي او د رسنیو خپلواک فعالیت یې په تر ټولو لوړ حد کې ساتلی دی.

شمالي کوریا او ترکمنستان د نړۍ د منزوي دیکتاتوريو په ګڼه کې او د لېست په اخر کې راغلي دي.

د بې پولې خبریالانو په وینا، د چین کمونست رژیم د معلوماتو دکنټرول سیسټم په لوړه کچه فعال ساتلی دی او منفي اغېز یې د کرونا ویروس د وبا د خپرېدو پرمهال پر ټوله نړۍ ولیدل شو.

په رپوټ کې دې ته هم اشاره شوې چې د پېنګنک چارواکي تورن دي چې په پيل کې یې د کرونا ویروس له امله د راغلې وبا په اړه دقیق معلومات له نړیوالو سره نه و شریک کړي او د مسئلې د اهمیت د کمولو لپاره یې معلومات پټ کړي وو.

د بې پولي خبریالانو د نړیوالې ادارې په کلني راپور کې روسیه هم په ۱۴۹ ځای کې راغلې ده.

د روسیې د حکومت په اړه ویل شوي چې پر انټرنېټ کې د کنټرول لګولو هڅې زیاتې کړې او د دې لپاره یې هڅې لا زیاتې کړې او له پرمختللو لارو یې کار اخیستی دی.

راپور په روسیه کې نوي قانون ته چې پر اساس یې له نورې نړۍ سره د روسیې انټرنېټي ارتباط پرې کېږي، اشاره شوې ده.

په اروپايي ټولنه کې هم پر یو شمېر هېوادونو لکه هنګري، نیوکه شوې چې د معلوماتو د سانسور هڅې کوي.

په راپور کې ویل شوي چې په ټوله منځنۍ اسیا او د اروپا په ختيځ کې زور واکي پر خبرونو او معلوماتو د خپل کنټرول زیاتولو لپاره له زوره کار اخلي.