'زابل کې ۵ طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي'

د زابل ولایت نقشه

په زابل کې د افغان ځواکونو د ۱۱ ساعته عملیاتو په ترڅ کې پنځه طالبان وژل شوي او څلور تنه ټپیان شوي دي.

د زابل د امنیه قوماندانۍ ویاند محمودالله امیري ازادي راډیو ته وویل چې دا عملیات کلات ښار ته نږدې پرون پيل شول او د شپې د اتو بجو خوا ته پای ته ورسېدل.

هغه زیاته کړه: "۱۰ عرادې موټرسایکل، دوه مخابرې یو شمېر مخدره مواد همداراز چاودېدونکي مواد هم افغان امنیتي ځواکونو ونیول. وسله‌وال مخالفان له سختې ماتې سره مخامخ شول او په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو ته هېڅ‌راز زیان نه‌دی اوښتی."

د فبرورۍ په ۲۹مه د امریکا متحد ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې تړون په دې هدف لاسلیک شوی چې په افغانستان کې جګړې پای ته ورسېږي، خو لاهم جګړې ادامه لري.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.