پامیر قول اردو: په تخار کې ۸ طالبان ووژل شول

ارشیف، په تخار کې د افغان ځواکونو عملیات

افغان ځواکونه په تخار کې د اتو طالبانو د وژلو ادعا کوي.

د پامیر ۲۱۷ قول اردو په وینا د تخار په قلبرس سیمه کې پرون طالبانو پر افغان ځواکونو برید وکړ چې د هوایي ځواکونو په مرسته د هغوی اته تنه ووژل شول او اووه تنه نور یې ټپیان شول.

د پامیر ۲۱۷ قول اردو د رسنیو مسؤل عبدالهادي جمال وایي، په دې حمله کې دوه افغان سرتېرې برسېرن ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه د دې جګړې په اړه څه نه‌دي ویلي.