ټرمپ: د تېلو بیو کې له بې مخینې ارزانۍ ګټه اخلوو

په ځینو شیبو کې دغلته د تیلو بیې تر منفي ۳۷ راټیټې شوې چې د تېلو په تاریخ کې بې مخینې دي.

په امریکا کې د دوشنبې په ورځ د خامو تېلو په بې سارې ډول راولوېدې.

د کرونا ویروس د وبا له کبله سوداګر هڅه کوي چې خام تېل وانخلي.

په ځینو شیبو کې دغلته د تیلو بیې تر منفي ۳۷ راټیټې شوې چې د تېلو په تاریخ کې بې مخینې دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د تېلو له دې ارزانۍ څخه به د تېلو د ذخیره کولو لپاره کار واخلي.

په امریکا کې د تېلو د هغو قراردادونو بیې چې د مې په میاشت کې سپارل کېږي صفر ته راښکتې شوې.

دا په دې معنی چې امریکا تولیدکونکي، د تېلو په سپارلو کې له اخیستونکیو نه یوازې پیسې نه غواړي بلکې مشتریانو ته د تېلو د تسلیمۍ په بدل کې پیسې هم ورکوي.

د دې کار سبب دا دی چې د امریکا د تېلو د تاسیساتو ذخیرې د ډکېدو په حال کې دي، او د دې هېواد خام تېل نه خرڅلاو لري او نه یې زیرمه کول اسان دی، چې ساتل یې د تولیدونکو لپاره په یوه ستونزه بدل شوي دي.

په ټانکرونو کې د تېلو ساتل هم لګښت لري، او اوس امریکايي تېل تولیدونکي ان چمتو دي چې پیسې ورکړي څو پېرېدونکي تېل تسلیم او د ساتلو او زیرمه کولو لګښت یې له غاړې لرې شي.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د تېلو په بیو کې د دې بې مخینې کمي په اړه خبریالانو ته وویل چې له دې فرصت په استفاده به د تېلو ملي زیرمې ډکې کړي.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

هغه زیاته کړه: "د تېلو په بیو کې دا بې مخینې کمی چې تاسو یې ګورئ، دا ډېرو خلکو لپاره په یو ډېره جالب سطحه کې دی، موږ د پټرولیم ملي زیرمې ډکوو، په سټراټیژیک ډول، تاسو په سټراټیژیکو زیرمو پوهېږئ، موږ غواړو چې له ۷۵ میلیونه بېرلو زیات تېل په خپل زیرمو کې ذخیره کړو، زموږ ملي زېرمې به په دې تېلو ډکې شي، او دا به په اوږده موده کې لومړی ځل وي چې موږ دا زېرمې ډکوو، موږ به دا د ښې بیې لپاره ولرو."

د انرژۍ د نړیوالې ادارې د اټکل له مخې په نړۍ کې د کرونا ویروس په خپرېدو چې نژدې د نړۍ نیمايي وګړي یې په کورونو کېنولي، په ورځ د نژدې دېرش میلیونه بېرلو په اندازه د تېلو تقاضا کمه کړې او دا هغه څه دي چې په ټوله نړۍ کې یې تېل تولیدونکي له ستونزې سره مخ کړي.

د نړۍ د تېلو تولیدونکو هېوادونو سازمان اوپیک په وروستیو کې هوکړه وکړه چې د مې او جون میاشتو کې به د تېلو په تولید د ورځې نژدې لس میلیونه بېرله کمی راولي.

امریکا، ناروې او کاناډا هم منلې چې د تېلو تولید به کموي.

همدارنګه د نړۍ د پیاوړي اقتصاد لرونکو شل هېوادونو ژمنه کړې چې په دوو راتلونکو میاشتو کې به دوه سوه میلیونه بېرله تېل اخلي او ذخیره کوي به یې.

خو له دې ټولو سره په نړۍ کې د خامو تېلو بیې په پرله پسې توګه په رالوېدو دي او سوداګر چمتو نه دي چې د تېلو په برخه کې پانګونه وکړي او یا خام تېل واخلي.

د تېلو د بیو کې دې بې ساري کمي هغه هېوادونه اندېښمن کړي دي چې د تېلو او ګازو د صادراتو په عوایدو تکیه دي.

په دې کې روسیه، سعودي عربستان، ایران او وینزویلا هم شامل دي.