افغانستان سوداګرۍ خونه د ګوادر بندر خلاصېدو هرکلی کوي

د پاکستان ګوادر بندر

د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونه د افغان سوداګرو پر مخ د پاکستان د ګوادر بندر د خلاصېدو هرکلی کوي.

د دې خونې د عامه اړیکو مرستیال جان اقا نوید نن ازادي راډيو ته وویل چې د افغان سوداګرو لومړنۍ سوداګریزه محموله له دې لارې هېواد ته انتقال شوه.

ښاغلی نوید زیاتوي: "دا بندر د افغان سوداګرو پر مخ پرانیستل شو، د دې بندر له لارې د سیمې له هېوادونو په ځانګړي ډول له هندوستانه مالونه راانتقالېږي، دا یو نېک ګام دی، خو پاکستان باید په دې بندر افغان سوداګرو ته نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.

ښاغلی نوید وايي که که د ګوادر بندر د نورو بندرونو په شکل د افغان سوداګر پر مخ په دوامدار ډول پرانستل شي نو دا کار به په افغانستان کې د لومړنیو خوراکي موادو د نرخونو په راښکته کېدو مستقیم تاثیر ولري.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي په هدف د ښارونو د قرنطین کولو له امله د افغانستان په زیات شمېر سیمو کې د لومړنیو خوراکي موادو نرخونه لوړ شوي دي، که څه هم پاکستان د افغان سوداګریزو مالونو پر مخ په اوونۍ کې درې ورځې د تورخم او سپین بولدک چمن لارې پرانستي دي خو لا هم په افغانستان کې د موادو په بیو کې د پام وړ کمښت نه‌دی راغلی.