مالیې وزارت د نړیوال بانک لومړنۍ مرسته ترلاسه کړه

د افغانستان مالیې وزارت

د افغانستان ماليې وزارت وايي، له دې هېواد سره د کرونا ویروس د مبارزې په هدف د نړیوال بانک لومړنۍ مرسته‌يې ترلاسه کړه.

د دې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي نن ازادي راډيو ته وویل چې نړیوال بانک له افغانستان سره د کرونا ویروس د مبارزې په هدف د ۱۰۰،۴ میلیونه ډالرو د مرستې ژمنه کړې وه چې ۲۰ میلیونه ډالره‌يې افغانستان ته انتقال شوه.

ښاغلی مسجدي وايي: "د دغه مرستو لومړنۍ برخه چې ۲۰ میلیونه ډالره کېږي افغانستان ته انتقال شوې، لکه څنګه مو چې وړاندې هم وویل نړیوال بانک دغه مرستو ته ژمن دی او دا مرستې به دوام ولري."

ښاغلی مسجدي وايي دا مرستې د کرونا ویروس سره د مبارزې او دغه‌شان د روغتیايي برخې د ښه کېدو په هدف مصرفېږي.