اردوغان په ترکیه کې ګرځبندیز اعلان کړ

ښاغلي اردوغان وویل چې دا ځل به د ملي ورځو د رخصتیو له کبله د ګرځبندیز موده اوږده وي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون اعلان وکړ چې د هېواد په ۳۱ ښارونو کې به څلور ورځنی ګرځبندیز نافذ کړي.

ښاغلي اردوغان پرون د اپریل په ۲۰ مه نېټه د کابینې له غونډې وروسته وویل چې د دې کار هدف په ترکیه کې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوی دی.

هغه زیاته کړه: "موږ خاص پلان لرو چې په ۳۱ ولایاتو کې د اپریل په ۲۳، ۲۴، ۲۵، او ۲۶ نېټو ګرځبندیز ولګوو او ورځنۍ چارې حد اقل ته ورسوو."

د ترکیې حکومت د تېرو دوو اونیو د پای په دوه ورځې رخصتیو کې هم دا اقدامات نافذ کړي وو.

ښاغلي اردوغان وویل چې دا ځل به د ملي ورځو د رخصتیو له کبله د ګرځبندیز موده اوږده وي.