ټوله نړۍ کې د اعدام سزا کچه راټیټه شوې

د بخښنې د نړیوال سازمان د څېړنو، وکالت او پالیسۍ مشره کلیر الګار‌‌، وايي اعدام بوږنوونکې او غیرانساني سزا ده او هېڅ ثبوت نشته چې دا سزا به د حبس پرتله جنایتونه کم کړي.

د یو نوي راپور له مخې په نړۍ کې د اعدام سزا د څلورم پرله پسې کال لپاره په تېره یوه لسیزه کې تر ټولو ټیټې کچې ته رالوېدلې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان په خپل نوي راپور کې چې نن خپور شو، وايي چې په ټوله نړۍ کې سږکال یوازې په شلو هېوادونو کې ۶۵۷ کسان اعدام شوي چې د ۲۰۱۸ کال پرتله ۳۳ کموالی ښيي.

د بخښنې د نړیوال سازمان د څېړنو، وکالت او پالیسۍ مشره کلیر الګار‌‌، وايي اعدام بوږنوونکې او غیرانساني سزا ده او هېڅ ثبوت نشته چې دا سزا به د حبس پرتله جنایتونه کم کړي.