سوریه کې د ایران پر اهدافو بمباري شوې

ارشیف

څو جنګي الوتکو چې ګومان کېږي د اسراییلو به وې پرون دوشنبې د سوریې په ختیځ کې پالمیرا تاریخي ښار ته نژدې د ایران او د ایران د پلوي وسله والو پر اهدافو بمباري وکړه.

د سوریې دولتي خبري آژانس سنا راپور ورکوي چې تېره شپه ناوخته د سوریې د هوايي مدافعې ځواک د توغندي په وسیله د اسراییلو د تېري مقابله وکړه او څو توغندي یې مخکې له دې چې خپل هدف وولي، نسکور کړل.

د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنه چې مرکز یې په لندن کې دی وايي، دې جنګي الوتکو په پالمیرا دښته کې د ایراني وسله والو پوستې په نښه کړې.

په دې پېښه کې تراوسه د تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی.

د سوریې دولتي رسنۍ د دې هېواد د پوځ له خوا د اسراییلو د حملو پر وړاندې په بریا کې اکثر مبالغه کوي.

په دې اړه د اسراییلو پوځ تر اوسه څه نه دي ویلي.