ایران او سوریې د امریکا لخوا پر لګول شویو بندیزونو نیوکه کړې

ظریف او اسد په داسې حال کې چې ماسکونه او دستکشې لري، پرون یې په دمشق کې سره کتلي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف دمشق ته په خپل سفر کې د سوریې له ولسمشر بشارالاسد سره وکتل.

د ایران د حکومت د ټویټر پر پاڼه په خپرو شویو تصاویرو کې ښکاري چې ظریف او اسد په داسې حال کې چې ماسکونه او دستکشې لري، پرون یې په دمشق کې سره کتلي دي.

دواړه مشرانو په دې کتنه کې د امریکا پر متحدو ایالتونو نیوکه کړې، چې د کرونا ویروس د خپرېدو پر مهال یې هم له ایران او سوریې لګول شوي بندیزونه نه دي لیرې کړي.

دواړه هېوادونه په سیمه کې له عمده متحدانو ګڼل کېږي، چې د امریکا له خوا سخت بندیزونه ورباندې لګول شوي دي.

له ۲۰۱۱ میلادي کال راهیسې د سوریې په کورنۍ جګړه کې د ایران تر څنګ روسیه هم د بشارالاسد د عمده متحدې په توګه پاتې شوې ده.

په دې جګړه کې تر څلورسوه زرو ډېر کسان وژل شوي، په میلیونونو، نور بېکوره شوي دي.