ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲.۵ میلیونو ته ورسېد

تر امریکا وروسته اسپانیا، ایټالیا، فرانسه او جرمني هغه هېوادونه دي چې د کرونا ویروس له کبله ډېر زیانمن شوي دي.

په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر نږدې دوه نیم میلیونو ته نږدې شوی دی.

د امریکا جانز هاپکنز پوهنتون په دې ویروس د مړو کسانو شمېر نږدې ۱۷۰زره بللی او وايي، نږدې ۶۴۰زره نور کسان روغ شوي دي.

د سرچینې په حواله، د امریکا په متحدو ایالتونو کې تر بل هر هېواد زیات کسان په کرونا ویروس اخته شوي چې شمېر یې نږدې ۷ لکه ۷۰زرو ته رسېږي.

د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې تر امریکا وروسته اسپانیا، ایټالیا، فرانسه او جرمني هغه هېوادونه دي چې د کرونا ویروس له کبله ډېر زیانمن شوي دي.

د امریکا او جرمني په ګډون ځینو هېوادونو څو ایالتونو ته اجایزه ورکړه چې «کم خطره» کاروبارونه بېرته پیل کړي.

خو ښوونځي، بارونه، رستورانتونه او عمومي محلات د محدودیتونو په کمولو کې شامل نه دي.

په امریکا کې په زرګونو کسانو په کورونو کې د زیات پاتې کدو له کبله اعتراض وکړ، وروسته ولسمشر ډونالډ ټرمپ په هغو ځایونو کې د محدودیتونو کمولو سپارښتنه وکړه، چې د کرونا ویروس مثبتې پېښې په کې کمې دي.