'طالبانو تخار کې د سیمه‌ییزې اردو ۲۴ سرتېرو ته مرګ‌ژوبله اړولې'

تخار نقشه

د تخار په خواجه غار ولسوالۍ کې د سیمه‌ییزې اردو ۲۴ تنه سرتېرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

د تخار د خواجه غار ولسوالۍ سیمه‌ییزو چارواکو نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه وسله‌والو طالبانو د دغې ولسوالۍ د ښار اړوند د هواشناسي پر قرارګاه برید کړی وو چې دا مرګ‌ژوبله واوښته.

د خواجه غار ولسوال محمد عمر عمري په دې اړه وویل: "موږ د پېښې په ځای کې یو شهید مو امبولانس کې بار کړل او دغه پېښه امنیه قوماندانۍ ته مخامخ د هواشناسي په تپه کې رامنځته شوې او په نتیجه کې د سیمه‌ییزې اردو ۱۹ تنه ځواکونه وژل شوي او ۵ تنه ټپیان شوي دي."

ښاغلي عمري زیاتوي چې نوموړۍ ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ ده.

په همدې حال کې د تخار د والي ویاند محمد جواد هجری بیا وايي چې ډېر ژر به په خواجه غار ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو د ځپلو په هدف تصفیوي عملیات پیل شي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په‌دې اړه تبصره نه‌ده کړې.