ایران د کرونا ویروس له امله لګول شوي محدودیتونه راکم کړل

ایران په تازه اقدام کې د ښارونو ترمنځ لویې لارې پرانېستلي دي.

ایران د کرونا ویروس له کبله رامنځته شوي محدودیتونه راکم کړل.

په داسې حال کې دغه هېواد د کرونا ویروس یو له سختو ځپل شویو هېوادونو دی او اوس هم لا د ویروس د خپرېدو سره په مبارزه بوخت دی، خو په تازه اقدام کې یې د ښارونو ترمنځ لویې لارې او لویې مغازې پرانېستي دي.

دا اقدام چې نن د اپریل پر ۲۰ مه شوی د دې هېواد د اقتصادي فشارونو د کمېدو د یوې هڅې په توګه شوی دی.

ایران له وړاندې د لویدیځ له اقتصادي بندیزونو سره مخ دی.

د ایران د عامې روغتیا وزارت د معلوماوت له مخې په دې هېواد کې د کرونا ویروس څه باندې اتیا زره مثبتې پېښي ثبت شوي چې د چارواکو په خبره یې تر ۵۰۰۰ ډېر کسان ترې مړه شوي دي.

د دې هېواد پارلمان بیا د حکومت پر دې شمېرو شک ښیي او وایي ښایي د مثبتو پېښو او مړو شمېر تر دې ډېر وي.