افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتو پېښو شمېر ۱۰۲۶ ته ورسېد

افغانستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۳۰ مثبتې پېښې ثبت شوي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۳۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

له دې سره په افغانستان کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۱۰۲۶ ته ورسېد.

د افغانستان عامي روغتیا وزارت ویاند وحید مایار نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل: "په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول افغانستان کې ۳۰ مثبتې پېښې ثبت شوې چې په کابل کې ۱۵، هرات کې ۶، په لغمان کې ۴، کونړ ۴ او په ننګرهار کې یوه مثبته پېښه شاملې دي."

ښاغلی مایار همدارنګه وایي په افغانستان کې ۱۱۰ طبي پرسونل هم په کرونا ویروس اخته شوي دي چې ۹۰ تنه‌یې مېرمنې دي.