د کرونا ویروس خپرېدو وېره؛ ترکمنستان کې خلک د فوټبال لیدو ته ورغلي وو

د ترکمنستان د سپورټ وزارت ویلي چې د فوټبال د موسمي سیالیو د بیا پیل پرېکړې یې مینه وال خوشاله کړي دي.

د ترکمنستان پلازمینې عشق اباد مرکزي سټډيوم ته پرون سلګونه کسان د فوټبال سیالیو د لیدلو لپاره ورغلي و.

دوی داسې وخت د فوټبال سیالۍ ته ناست وو چې په ټوله نړۍ کې په ورزشي فعالیتونو او غونډو بندیز لګول شوی څو د کرونا ویروس د لا خپرېدو مخنیوی وشي.

ترکمنستان یوه میاشت د فوټبال په کورنیو سیالیو کې دمه راوستې وه او پرون یې دا لوبې له سره پيل کړې.

د ترکمنستان د سپورټ وزارت ویلي چې د فوټبال د موسمي سیالیو د بیا پیل پرېکړې یې مینه وال خوشاله کړي دي.

دغه هېواد د کرونا ویروس د موجودیت په اړه اعتراف نه دی کړی خو په عشق اباد کې د امریکا سفارت ویلي که څوک په دې ویروس اخته هم وي حکومت یې نه افشا کوي.