ایران: امریکا په فارس خلیج کې د وروستۍ پېښې په اړ ناسم معلومات ورکړي

په امریکا دا تور وروسته له هغه لګول کېږي چې واشنګتن ویلي ایراني پوځي کښتۍ په فارس خلیج کې د امریکا پوځي کښتیو ته مزاحمت کاوه.

د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواکونو امریکا تورنه کړې چې په فارس خلیج کې یې د کښتیو د وروستۍ پېښې په اړه ناسم معلومات ورکړي.

په امریکا دا تور وروسته له هغه لګول کېږي چې واشنګتن ویلي ایراني پوځي کښتۍ په فارس خلیج کې د امریکا پوځي کښتیو ته مزاحمت کاوه.

د ایران سپاه پاسداران ګواښ کړی چې هره ناسمه محاسبه به کلکه ځواب کړي.

د امریکا سمندري ځواکونو چهارشنبه ویلي و چې د ایران د سپاه پاسداران یوولس بېړۍ د فارس خلیج په نړیوالو اوبو کې د دوی د کښتیو مانورونو ته مزاحمت کاوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو ویلي و چې هېواد یې دې پېښو ته د رسیدګي لپاره په یوه مناسب ځواب غور کوي.