د اسلام د عالمانو عالي شورا: خلک دې په خپلو کورونو کې لمونځ وکړي

ارشیف

د اسلام د عالمانو عالي شورا د کرونا ویروس د مخنیوي په هدف په خلکو غږ کړی چې د روژې په میاشت کې دې په خپلو کورونو کې لمونځ وکړي او جوماتونو ته دې نه ورځي.

د سعودي عربستان دولتي اژانس پرون د یادې شورا له قوله راپور خپور کړی چې مسلمانان باید له غونډو ډډه وکړي ځکه د طبي راپورونو په اساس غونډې د کرونا ویروس د خپرېدو یو عمده دلیل بلل کېږي.

د نړۍ ارتودوکس مسیحیان هم چې تر کاتولیکانو لږ څه په ځنډ خپل اختر یا ایستر لمانځي پرون دا مراسم د ټلویزیون او انټرنېټ له لارې په انلاین شکل وکتل.

د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې کرونا ویروس په ټوله نړۍ کې دوه میلیون او درې لکه او دوه اتیا زره کسان نیولي او څه باندې ۱۶۵ زره یې مړه کړي.

امریکا چې د نړۍ یو پر درېیمه برخه په کرونا ویروس اخته خلک پکې دي پرون د ویروس د خپرېدو د یو څه کمېدو خبره وکړه.

د نیویارک والي اندریو کومو وویل چې په نیویارک کې د دې ویروس ګراف مخ په ځوړ دی.

نیویارک د کرونا ویروس له لاسه په ټوله امریکا او ښايي ټوله نړۍ کې ډېر ځپل شوی ښار دی.

ترکیې هم پرون ځینې تازه ارقام خپاره کړل چې دا هېواد یې په کرونا ویروس د اخته خلکو د شمېر په لحاظ څو پلې پورته یووړ.

هلته د تازه شمېرو له مخې شپږ اتیا زره کسان په کرونا اخته دي.