امنیتي‌ مسئولین: لوګر کې ۴ طالبان وژل شوي

ارشیف

په لوګر کې ۴ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او یو موټر بم چې د چاودنې لپاره چمتو شوی و، له منځه وړل شوی دی.

په ۲۰۳ تندر قول اردو کې د رسنیو مسول ایمل مومند د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دا عملیات د افغان هوایي ځواکونو له خوا شوي دي.

هغه زیاتوي: "هوايي ځواک د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ په جلوزیو سیمه کې له چاودېدونکو موادو ډک موټر په نښه کړ چې وسله والو د یو انتحاري برید لپاره چمتو کړی و."

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.