افغان ځواکونو د تخار-کندز لویې لارې اوږدو کې 'پامیر' عملیات پیل کړل

د کندز-تخار لویه لار

د تخار امنیتي چارواکي وايي، افغان ګډو ځواکونو د تخار–کندز لویې لارې په اوږدو کې د وسله‌والو طالبانو د ځپلو په هدف د پامیر ۴۱۳ په نوم تصفیوي عملیات پیل کړي دي.

دوی زیاتوي چې دغه روان تصفیوي عملیات د دې ولایت نورو ناامنو سیمو او ولسوالیو ته هم غځول کېږي.

د تخار اوسېدونکي د دولت له دې اقدام څخه هرکلی کوي او دغه‌راز ټېنګار کوي چې د تصفیه شویو سیمو امنیت ته هم باید جدي پاملرنه وشي.

بله‌خوا د نوموړي ولایت ولایتي شورا بیا وايي، سره له دې چې له تېرکال راهیسې د دې ولایت په ناامنه سیمو او ولسوالیو کې په څو ځلي تصفیوي عملیات ترسره شول، خو د دې ولایت په امنیتي وضعیت کې کوم بدلون نه‌دی راغلی.

د ولایتي شورا منشي محمد اعظم افضلي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "څو ورځې مخکې د تخار-کندز د لویې لارې په اوږدو کې تصفیوي عملیات ترسره شوه، خو مثبتې پایلې یې نه‌درلودې، ځکه لاهم د لویې لارې په اوږدو کې امنیتي ګواښونه موجود دي."

په ورته وخت کې د تخار امنیتي چارواکي خلکو ته ډاډ ورکوي چې د ډاډمن امنیت په خاطر په تصفیه شویو سیمو کې امنیتي پوستې جوړوي.

د تخار امنیتي چارواکي په داسې حال کې د تالقان ښار په نږدې څنډو کې او دغه‌شان د دې ولایت په نمک آب، هزار سموچ او خواجه غار ولسوالیو کې د تصفیوي عملیات د پیلېدو خبره کوي چې له دې وړاندې د دې ولایت اوسېدونکو په دغه ولایت کې د امنیت د خرابوالي له امله اندېښنې څرګندې کړې وې.