'افغانستان به د صادراتو کمښت له کبله یو میلیارد ډالره زیان وکړي'

تورخم لار

د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، که د افغانستان د صادراتو وضعیت د اوس په شان دوام پیدا کړي، نو په روان کال کې به یو میلیارد ډالره زیان وکړي.

د دې خونې د عامه اړیکو مسؤل جان اقا نوید د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې اوس‌مهال افغانستان د هرات او مزار شریف له لارو ډېر کم صادرات لري او نورې ټولې ځمکنۍ او هوايي لارې د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي په هدف د افغان صادراتو پر مخ تړل شوې دي.

هغه زیاته کړه: "خو که چېرې روان کال صادرات په همدې ډول چې اوس دي دوام پیدا کړي، نو لږترلږه یو میلیارد ډالره زیان کوو، خو که حالات بدلون وکړي، نو دا ستونزه به حل شي."

ښاغلی نوید وايي وچه او تازه مېوه، قالینې، قیمتي ډبرې، سبزیجات، لاسي صنایع او یو شمېر نور د افغانستان صادرات دي چې باید د نورو کلونو په شان د هوا او ځمکې له لارې نورو هېوادونو ته صادر شي.

د نوموړي په وینا د سوداګرۍ او پانګونې خونې دا ستونزه له افغان حکومت سره شریکه کړې ده او حکومت هم ژمنه کړې چې ژر به‌یې حل کړي.

د سوداګرۍ او پانکونې خونې د معلوماتو پر بنسټ تېر کال افغانستان نورو هېوادونو ته د یو میلیارد ډالرو په اندازه صادرات درلودل.