خلیل‌زاد د هند بهرنیو چارو وزیر سره‌ د افغانستان په اړه خبرې کړي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد وایي چې د هند د بهرنیو چارو له وزیر اس جې شنکر سره‌یې د افغانستان پر سیاسي او امنیتي وضعیت خبرې کړې دي.

خلیل‌زاد پرون د اپرېل په ۱۸مه، د ټويټونو په یوه لړۍ کې ویلي چې دواړو پر دې خبرې کړي چې په افغانستان کې سیاسي کړکېچ باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي او د افغانستان حکومت او طالبان باید د زندانیانو د خوشې کولو بهیر چټک کړي، تشدد باید کم شي او د افغانانو ترمنځ باید خبرې پیل شي.

خلیل‌زاد همداراز د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره په افغانستان کې د سیاسي کړکېچ د پای ته رسېدو لپاره د یوه پراخ‌بنسټي حکومت د تشکیل پر اړتیا غږېدلی دی.