چک جمهوریت کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۶۵۵۳ ته رسېدلی

چک جمهوریت کې کرونا ویروس ۱۷۶ مړه کړي دي.

د چک جمهوریت د روغتیا وزارت پرون د اپرېل په ۱۸مه، وویل چې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر په دې هېواد کې ۶۵۵۳ ته لوړ شوی او ‍۱۷۶ تنه د دې ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.

د چک جمهوریت حکومت همدا راز یو پلان اعلان کړ چې پر اساس به یې هغه بندیزونه نرم شي چې د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره لګول شوي وو.

خو د بندیزونو د نرمېدو پلان به یوازې هغه وخت عملي کېږي چې روغتیاپالان تائید کړي چې وبا تر کنټرول لاندې شوې او وضعیت ثبات موندلی دی.

د دې پلان له مخې به کوچني دوکانونه د اپرېل په ۲۰مه پرانېستل شي او د مې میاشتې له ۱۱مې به لویې مغازې هم خلاصي شي.

رسټورانټونه او د سودا لوي مارکېټونه به د جون دمیاشتې له ۸مې دفعالیت اجازه لري.

حکومت غواړي چې د اپرېل له شلمې په تدریجي ډول ښوونځي او پوهنتونونه هم فعالیت پېل کړي خو منظم فعالیت به یې د دوبي تر رخصتیو وروسته پېلېږي.