نړۍ کې د کرونا ویروس له امله رامنځته شوي اقتصادي بندیزونه نرمېږي

ارشیف

په نړۍ کې د کرونا ویروس له امله د اقتصادي فشار د کمولو لپاره دولتونه د بندیزونو پر نرمولو غور کوي.

د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د دې وبا د مهار لپاره دولتي ادارې تر ډېره حده بندې دي، سوداګریزې چارې او نړیوال تجارت تقریباً په ټپه ولاړ دی.

د هغو رپوتونو پر اساس چې پرون د اپرېل په ۱۸مه، خپاره شول ویل کېږي چې په ټوله نړۍ کې دوه اعشاریه درې میلیونه وګړي په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د جرمني، کاناډا، برازیل او ایټالیا په ګډون د نړۍ د ۱۳ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پرون یو ګډ بیان خپور کړ او غوښتنه یې وکړه چې د کرونا ویروس له امله د اقتصادي فشار د کمولو لپاره په نړیواله کچه مرستې وشي.

هغوي د کرونا دوبا د اقتصادي اغېز د کمولولپاره د سوداګرۍ، مالي راکړې ورکړې، مسافرت او روغتیا په برخه کې د همغږۍ او همکارۍ د زیاتولو ژمنه کړې ده.

د فرانسې، سنګاپور، ترکیې، مراکش، پيرو او سویلي کوریا حکومتونو هم د دې بیان ملاتړ کړی دی.