پر سولې او کرونا وبا له عبدالله سره د اروپايي اتحادیې استازي خبرې

ارشیف، عبدالله عبدالله او پیري مایدون

په افغانستان کې د سیاسي کړیو ترمنځ د روان کړکېچ د حل لپاره د غربي دیپلوماتانو د هڅو په دوام، د اروپايي اتحادیې استازي پرون له عبدالله عبدالله سره کتلي دي.

پیري مایدون پر ټویټر په یوه لنډ پیغام کې لیکلي چې له عبدالله عبدالله سره په کتنه کې یې د افغانستان د سولې پر بهیر او د کرونا د وبا له امله پر پېښ وضعیت خبرې کړې دي.

مایدون پرته له دې چې ډېر جزئيات څرګند کړي لیکلي چې عبدالله عبدالله ته‌یې د اروپايي ټولنې نظر هم واضح کړی دی.

اروپايي اتحادیې د تېرې پنجشنبې په ورځ په کابل کې د ناروې له سفیر سره په ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې پر ټولو سیاسي اړخونو چې په مذاکرو کې برخه لري، غږ کړی و چې د وضعیت حساسیت ته پام وکړي او په خپلو کې سره جوړ شي.

په اعلامیه کې لیکل شوي و چې د دې اړتیا ده چې د سولې بهیر ژر تر ژره پیل شي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازو په دې بیان کې ویلي وو چې د یوې کلکې حکومتي ډلې په نشتوالي کې د افغانستان د خلکو ژوند له ډېر ګواښ سره مخامخ کوي، د کورنیو ډیموکراتیکو ادارو اعتبار ته زیان رسوي او د افغانستان اروپايي متحدان هم مأیوسه کوي.

په دې اړه نور: اروپايي ټولنه: افغان ښکېلې سیاسي خواوې دې ژر تر ژره موافقه وکړي

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي پیري مایدون هم په خپل پروني بیان کې چې له عبدالله عبدالله سره‌یې ترکتنې وروسته پر تویټر خپور کړی ویلي چې اروپايي اتحادیه په افغانستان کې په دې شرایطو کې په بېړني ډول د هغو ټولو خواوو ترمنځ کلک تړون ضروري ګڼي چې جمهوري غواړي او خوښوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د تېرې پنجشنبې په ورځ وویل چې د سولې د خبرو د پیل لپاره له طالبانو او په افغانستان کې له حکومتي او غیر حکومتي مطرح اړخونو سره په خبرو لګیا دي.

پومپیو وویل چې نور د دې بحران د پای ته رسېدو وخت دی او د افغانستان وار دی چې د ثبات او پرمختګ خوا ته مخ واړوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

مایک پومپیو وویل: "دا یوازې د افغانستان لپاره ښه نه‌ده، بلکې پاکستان او د جنوبي او منځنۍ اسیا نورو هېوادونو ته هم په ګټه دی."

مايک پومپیو د پنجشنبې په ورځ له واشنګټنه له خبریالانو سره په وېډیو کنفرانس کې ویلي و چې دوی فکر کوي چې پرمختګ شوی او په ټوله سیمه کې له مطرح اړخونو سره کار کوي ترڅو له دې بهیر سره همکاري وکړي.

په همدې حال کې، د عبدالله عبدالله په مشرۍ د 'ثبات او هم‌پالنې' ډلې ازادي راډیو ته ویلي چې پر داسې یوه طرحه‌یې کار پیل کړی چې په افغانستان کې روان سیاسي کړکېچ به ورسره حل شي.

د 'ثبات او هم‌پالنې' ډلې ویاند فرید خوځون د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د بحران د حل طرحه تر مشورې لاندې ده او کله چې بحثونه پای ته ورسېدل، اعلان به شي.

'ثبات او هم‌پالنې' ډلې ویاند فرید خوځون

خوځون د طرحې د جزئیاتو له څرګندولو ډډه وکړه.

د افغانستان د ولسمشر دفتر په دې اړه لا تبصره نه‌ده کړې.