د افغانانو په ګډون ۴۷ ماشومان جرمني ته ورسېدل

ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

د افغانانو په ګډون هغه ۴۷ پنا غوښتونکي ماشومان جرمني ته ورسېدل چې له دې وړاندې په یونان کې د کډوالو کمپ کې اوسېدل.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر ویلي، یونان کې پراته دغه بې‌سرپرسته ماشومان له ډېرو هڅو وروسته نن سهار وختي په ځانګړې الوتکه کې له اتن څخه جرمني ته ورسېدل.

دوی ویلي، دغه ماشومان د افغانستان، سوریې او د ایریتریا په نوم د یوه افریقایي هېواد اوسېدونکي دي.

دوی کې څو خویندې او وروڼه هم شته او ځینو ته‌یې په جرمني کې کورنۍ سترګې په لار وې.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر ویلي، د دغو ټولو ماشومانو د کرونا معاینې شوي او ۱۴ ورځې به قرنطین وي.