اسلام‌اباد کې د وسله‌والو په زور د جمعې لمونځ وشو

په اسلام‌اباد کې د جمعې لمونځ

په پاکستان کې مذهبي افراطي ډلې د جوماتونو پر پرانیستو ټینګار کوي او پرون په اسلام‌اباد کې یوې ډلې د وسله‌والو په زور د جمعې لمونځ وکړ.

بل لور ته حکومت یو ځل بیا له خلکو غوښتي چې تر څلورو کسانو ډېر مه سره یوځای کېږئ او په ورته وخت کې یې له بې‌وزله کارګرو او مزدورکارو سره د مرستو لړۍ پيل کړې ده.

د پاکستان افراطي مذهبي مشرانو له خپلو ملاتړو غوښتي چې لمونځ په جوماتونو کې وکړي. دا د دې سربېره چې صدراعظم عمران خان په پاکستان کې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره لارې چارې لټوي او هڅې یې پيل کړې دي چې د دې ناروغۍ د مخنیوي له کبله د رامنځته کېدونکو اقتصادي ستونزو مخه سر له اوسه تر یوه بریده ونیسي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د کرونا ویروس په اړه د ټلوېزیوني وینا پر مهال

صدراعظم عمران خان د اپرېل په ۱۲مه له نړیوالو د مرستو غوښتنه وکړه. څلور ورځې وروسته تر دې غوښتنې عمران خان د نړۍ له ۲۰ سترو صنعتي هېوادونو یا (جي-۲۰)، نړیوال بانک او د پیسو له نړیوال صندوق څخه ژمنې ترلاسه کړې او د جمعې په ورځ د پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته یو میلیارد او ۴۰۰ میلیونه ډالر پور ورکړ.

پاکستان تر دې مخکې هم نږدې ۱۲۰ میلیارده ډالر له نورو هېوادو او نړیوالو مؤسسو په تېرو کلونو کې قرض اخیستی دی.

د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي بندیزونو د دغه پوروړي هېواد د عامو خلکو پر اقتصاد ډېر ناوړه اغېز کړی دی. اسلام‌اباد چې کله له نړیوالو د مرستو نوې ژمنې ترلاسه کړې په خپل هېواد کې یې له کارګرو او بې‌وزله کاروباریانو له کورنیو سره د ۱۲ زره پاکستاني روپیو مرستې پيل کړې دي. دا پیسې د څلورو میاشتو لپاره دي.

خو پاکستانیان وايي: "محمد امین، موټر چلوونکی یم، دا د یوې میاشتې خرڅ هم نه‌پوره کوي، خو بیا هم دا ډېره مهرباني ده چې دا مرسته خو راسره کوي."

پاکستان کې په یوه جومات کې د لمونځ کوونکو ترمنځ ټولنیز واټن

"شیر علم، بڼوال یم، په دې ګرانۍ کې دا د یوې میاشتې مصرف هم نه‌پوره کوي حکومت باید دې ته لږ ډېر پام وکړي."

"محمد نذیر د کشمیر اوسېدونکی یم، په دې خو ژوند ګرانه دی، خو څه وکړو که دغه نه‌وای څه به مو کولای دغه مرسته هم ښه ده."

په پاکستان کې نن په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د نویو اخته کسانو شمېر لوړ شوی دی او ۴۶۵ تنه نور په دې اخیستونکې او وژونکې ناروغۍ اخته شوي دي چې له دې سره په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۷۴۸۱ ته ورسېد.

اسوشیټد پرس اژانس څرګندوي چې پاکستان د کرونا ویروس د تشخیص لابراتوارونه زیات کړې دي، خو دغه خوار هېواد تر اوسه توانېدلی دی چې د ورځې تر ۶۵۰۰ پورې معاینات وکړي.

د پاکستان نفوس ۲۲۰ میلیونه دی. په دغه ټول هېواد کې د اسوشیټد پرس اژانس په استناد عاجل بسترونه تر درې زره لږ دي او روغتیایي سیستم د کرونا تر خپرېدو مخکې هم خورا کمزوری و.

پاکستان کې تبلیغیان

د پاکستان حکومت د افراطي مذهبي ډلو د مشرانو دا غوښتنه رد کړې ده چې جوماتونه دې پرانیستل شي. په دغه هېواد کې تر نورو ټولو په تبلیغیانو کې تر اوسه کرونا ژر خپره شوې ده او د مارچ په وروستیو کې د تبلیغي جماعت لویه غونډه هم د کرونا د خپرېدو له وېرې حکومت بنده کړه.

اسوشیټد پرس اژانس لیکي چې مذهبي ډلې په پاکستان کې ډېرې پياوړې دي او دوی هر وخت کولای شي چې ډلې ډلې خلک د اعتراض لپاره لارو کوڅو ته راوباسي.

د جمعې په ورځ په پلازمېنه اسلام‌اباد کې لسګونه کسان د جمعې د لمانځه لپاره سره یوځای شول او د حکومت له دې غوښتنې یې سرغړونه وکړه چې تر څلورو کسانو ډېر باید یوځای نه‌وي. دې کسانو د جومات دننه خپل ساتونکی ودراوه او ترڅنګ‌یې هم یو مسلح کس ودرېد.

پولیس ونه‌توانېدل چې د دې کسانو د جماعت لمانځه مخه ونیسي.