د خوراکي توکو د بیو کموالي په هدف د سوداګرۍ او پانګونې خونې هڅې

آرشیف

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په بازارونو کې دې په لومړنیو خوراکي توکو په ځانګړې توګه په سبزو ګمرکي تعرفه کمه یا لمنځه ولاړه شي.

د دغې خونې د عامه اړیکو مرستیال جان اقا نوید ازادي راډیو ته وویل، چې نن په دې اړه د خوراکي توکو د وارېدونکو او مالیې وزارت مسوولینو ترمنځ ناسته کېږي.

هغه زیاته کړه: "سوداګر په ټوله کې وارېدونکي په دې هڅه کې دي، چې باید د حل یوه لاره پيدا کړي او نن ورځ د مالیې وزارت له مسوولینو سره ناسته لري، دا مسئله به وړاندې کړي، چې د خلکو د اړتیا وړ لومړنیو موادو باندې ټکس او تعرفه باید کمه شي."

ښاغلي نوید همدا شان زیاته کړه، پاکستان هم باید د اړتیاوړ لومړنیو خوراکي توکو لپاره پولې پرانېزي، څو په افغانستان کې د دغو موادو په بیو کې کموالی راشي.

په ورته وخت کې د مالیې وزارت وايي، که چېرې د سوداګرو له لوري دا ډول وړاندیز وشي، د مالیې وزارت په ګډون به نورو وزارتونه ورباندې غور وکړي.

په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو د لا مخنیوي په هدف په ګرځبندیز سره د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د لومړنیو خوراکي توکو په بیو لوړ د پام وړ زیاتوالی راغی.